IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛ابراهیم(ع)/11

د حقیقت د ښودلو لپاره د رڼا او تیارې  پرتله کول

6:30 - July 05, 2023
د خبر لمبر: 3487578
ایکنا-(تهران)  انسان له هغه مهاله چې زیږیږي ، تل  له  انسانانو یا شیانو سره په پرتلې پسې کیږي، دلوبو کوم شیان  لاښه دي؟ کوم قالی ښه دي ؟ و داسې نور.... تربیّتی پرتله کول یوه  داسې روده ده چې  دانسان دفکري او ذهنی  ودې لامل کیږی او پر دې سربیره ،  محسوسه او ځلانده نتیجه هم لري.   

ټول انسانان یو شان ته روحي او نفسیاتي شرائط لري. داسې کارونه چې  ځيني  په عذابوي ، د ځينو نورو د خوند اخستو سبب کیږي.. له همدې امله د هر یوه انسان روزنیزې رودې د هغه د روحیاتو په اساس مختلفې  دي.  دانسان په تربیتی رودو کې چې   د حضرت ابراهیم علیه السلام  له خوا د ورڅخه استفاده شوې ده ، قیاس او پرتله کول دي .

د انسان استاد یا مربي د خپل شاګرد په ذهن کې  دچلندونو په  سمې پرتله کولو سره یوه داسې بیلګه رامینځةکولی شي چې شاګرد په بشپړ دول خپل کار دخپلې لارې  سمې لارې په لور وټاکي . انسان  د قوت او کمزورو ټکو په  بللو  او دچلندونو په پرتله کولو سره  د نفس پر عزت سربیره ، په نفس باندې اعتماد رامینځةکولی شي چې  دهغه ټولنیز ځائيګی څو چنده لوړولی شي.

حضرت امام علی علیه السلام له چلندي پرتله کونې ته اشاره کړې او فرمائيلي ئې دي. «شَتَّانَ مَا بَيْنَ عَمَلَيْنِ عَمَلٍ تَذْهَبُ لَذَّتُهُ وَ تَبْقَى تَبِعَتُهُ وَ عَمَلٍ تَذْهَبُ مَئُونَتُهُ وَ يَبْقَى أَجْرُهُ ؛  د دوو عملونو ترمینځ فاصله څومره لیرې ده . داسې عمل چې خوند ئې ختمیږي اونتیجه یا انجام ئې پاتیکیږي  او هغه عمل  چې  کړاؤ ئې تیریږی  او انعام ئې تل پاتې دی .::

 حضرت ابراهیم علیه السلام  له بت برستو سره په چلند کې  په داسې حال کې چې  له خپلو پلیتو عملونو څخه د دوي د ګرځولو لپاره  ئې هڅه کوله ، له دغې  رودې څخه ئې استفاده وکړه . هغه  له هغه خدای سره  د بې خاصیته بتانو په پرتله کولو سره چې  د هغه عبادت  دانسان د ژغورنې سبب کیږي، د بت پرستو ذهني اډاڼئ ئې ونړوله.

لکه چې د قرآن کریم  دشعرا سورې په 72 او 73 آیتونو کې راغلي دي ؛ وې وئيل، ایان کله چې  دوي  ته بلنه ورکوې، نو د  تاسو غږ آوري؟، آیا  کوم تاوان او ګټه ئې تاسو ته رسیږي؟

همداراز دانبیاء سورې په 66  آیت کې هم راغلي دي ،؛ابراهیم ووئيل، ؛ آیا له خداي پرته څه شي عبادت کوي چې  نه ئې دتاسو لپاره ترټولو کمه ګټه درلودلې  او نه هم  تاسو ته کوم تاوان رسوي، (نه  ورته دګټې امید لرئ او نه  ئې له تاوانه کومه ویره لري.)

آیت الله ناصر مکارم شیرازي  ددغه آیت په توضیح کې لیکي، دغه خدایان چې پر  خبرو نه قدرت لري ، نه شعور لري او نه هم درک ، نه له ځانه دفاع کولی شي او نه هم  خپل ملاتړ ته بندګان بللی شي، اصلا دوي څه کار کولی شي او په څه درد خوري ؟ دیوه معبود عبادت کول یا د هغه د غوره والي په خاطر د عبودیّت لپاره دی ، چې  دا  د بې جانه بتانو لپاره هیڅ مفهوم او معنا نه لري ، او یا د هغې ګتې   دانتظار په خاطر  ده چې  د دوي له خوا  عاید ولګول شي ، او یا  د دوي له تاوانه ویره ،  خو  زما اقدام (ابراهیم) د بتانو په ماتولو سره وښودله چې  دوي  هیڅ تاوان یا ګټه نه لري.

حضرت ابراهیم   دبتانو بې ګټيتوب ته  دوي په متوجه کولو سره ، دوهم پلوَ پرتله کول پيلوي  او  پخپلو ورپسې څرګندونو کې  دوي پوهوي چې  دخداوندمتعال   برستش او عبادت کول ، ( د بتانو دعبادت په  اپوټه ) درسته ګټه او غوره دي ،لکه چې په قرآن کریم کې فرمائيل شوي دي ؛

 آیا ومولیدل (دا) هغه شیان چې په دوامدار  ډول مو ئې عبادت کوئ ، تاسو  او د تاسو مخکیني پلار نیکونه هغه ټول د ما دښمنان دي او زه د هغوي دښمن،مګر دعالمیانو پروردګار ، هماغه څوک چې زه ئې پنځولی یم  او  په دوامدار ډول زما لارښونه کوي، او هغه څوک چې راته خواړه راکوي او مړوي مو، او کله چې  ناروغه شم نو راته شفا راپه برخه کوي ، او هغه څوک چې  مو مړکوي، او وروسته مو بیا ژوندی کوي ، او هغه څوک چې  امید لرم  دجزا په ورخ به مو  ټوله ګناهانې وبخښي.::

د بت پرستس  لپاره له دغې پرتله کونې وروسته هیڅ دلیل  نه پاتیکیږي ،  دا دومره قانع کونکي او عقلاني  وو چې  هیڅوک  ئې نشي ردولی ، خو له بده مرغه  هغه کسان چې په زړونو کې ناروغه دي  اوپه حقیقت پسې نه دي، له خپلو عملونو نه ګرځي  

captcha